سوره الأنبیاء (پیغمبران) (آیت 76)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




21 الأنبیاء(الأنبياء)، آیت ۷۶

وَنُوحًا إِذْ نَادَىٰ مِنْ قَبْلُ فَاسْتَجَبْنَا لَهُ فَنَجَّيْنَاهُ وَأَهْلَهُ مِنَ الْكَرْبِ الْعَظِيمِ 76 ٧٦

او (یاد كړه) نوح، كله چې هغه له دې نه مخكې اواز وكړ، نو مونږ د هغه سوال قبول كړ، نو مونږ هغه ته او د هغه كورنۍ ته له ډېر لوى غم نه نجات وركړ (۷۶)

تفسیر
او یاده کړه -ای پېغمبره- قصه د نوح؛ کله چې یې الله تعالی اواز وکړ مخکې د ابراهیم او لوط نه، نو مونږ د هغه بلنه قبوله کړه په غوښتلو د هغه څه چې غوښتلی یې و، نو مونږ نجات ورکړ ده لره او د ده کورنۍ لره هغوی چې مومنان وو د لوی مصېبت نه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ