او (یاد كړه) داود او سلیمان، كله چې هغوى د فصل په باره كې فیصله كوله، كله چې په هغه كې د شپې د خلقو بې شپانه ګډې بيزې څرېدلې وې او مونږ له هغوى فيصلې ته كتونكي وو (۷۸)
تفسیر
او یاده کړه -ای پېغمبره- قصه د داود او د هغه د زوی سلېمان -علیهما السلام- کله چې دواړو فېصله کوله په یوه قضیه کې چې دوی ته مخې ته راغلې وه د دوو جګړه کوونکو په باره کې؛ چې یو د دې دواړو څخه ګډې درلودې او د شپې لخوا د دې بل په فصل (کښت) کې ورګډې شوې وې نو هغه یې ورله خراب کړی و، او مونږ د داود او سلیمان فیصلې کولو ته حاضر وو، د دوی د فېصلې څخه هیڅ شی پر مونږ پټ نه و.