سوره الأنبیاء (پیغمبران) (آیت 79)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




21 الأنبیاء(الأنبياء)، آیت ۷۹

فَفَهَّمْنَاهَا سُلَيْمَانَ ۚ وَكُلًّا آتَيْنَا حُكْمًا وَعِلْمًا ۚ وَسَخَّرْنَا مَعَ دَاوُودَ الْجِبَالَ يُسَبِّحْنَ وَالطَّيْرَ ۚ وَكُنَّا فَاعِلِينَ 79 ٧٩

نو مونږه سليمان ته هغه (فیصله) وښودله او مونږ (دوى) هر یو ته حكم او علم وركړى و، او مونږ د داود سره غرونه تابع كړي وو چې تسبیح به يې ویله او مرغان (هم) او مونږ (د داسې كارونو) كوونكي وو (۷۹)

تفسیر
نو ومو ښودله هغه فېصله سلېمان ته پرته د هغه له پلاره، او هر یو ته د دې دواړو څخه مونږ ورکړې وه پېغمبري او پوهه د دین د احکامو، یوازې سلېمان ته مو نه وه ورکړې، او تابع کړي مو وو داود سره غرونه چې تسبېح به یې ویله د هغه د تسبېح وېلو سره، او تابع کړي مو وو ده لره مرغان، او مونږ کوونکي وو دې ښودنې، فېصلې کولو، پوهې لرلو او تابع کولو لره.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ