كه چېرې دوى (په رښتیا) معبودان وى (، نو) ده ته به نه وو داخل شوي او (دا) ټول به په هغه كې تل ترتله وي (۹۹)
تفسیر
که چېرته دا معبودان په ریښتیا سره د بندګۍ حقدار وی نو د خپلو تابعدارانو سره به جهنم ته نه ننوتلی، او هر یو د معبودانو او تابعدارانو به په اور کې وي، همېشه به وي دوی په دې کې همېشه، هیڅکله به د دې څخه نه راوځي.