سوره الأنبیاء (پیغمبران) (آیت 9)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




21 الأنبیاء(الأنبياء)، آیت ۹

ثُمَّ صَدَقْنَاهُمُ الْوَعْدَ فَأَنْجَيْنَاهُمْ وَمَنْ نَشَاءُ وَأَهْلَكْنَا الْمُسْرِفِينَ 9 ٩

بیا مونږ له دوى سره وعده رښتیا كړه، نو مونږ دوى ته نجات وركړ او هغه چا ته چې زمونږ اراده (د هغوى د نجات) وه او له حد نه تېرېدونكي مو هلاك كړل (۹)

تفسیر
بیا مونږ رښتیا کړه خپلو پېغمبرانو سره هغه څه چې مونږ ورسره وعده کړې وه داسې چې بچ مو کړل دوی او هغه څوک چې مونږ غوښتل بچ کېدل د هغوی د مومنانو څخه له هلاکته، او مونږ هلاک کړل تیرېدونکي دحد نه د وجې د کفر د هغوی نه په الله تعالی، او په کولو د هغوی ګناهونو لره.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ