بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او هغه كسان چې یهودیان شوي او صابیان او نصرانیان او مجوس دي او هغه كسان دي چې شرك يې كړى دى، بېشكه الله به د دوى په مینځ كې د قیامت په ورځ فیصله كوي، بېشكه الله په هر شي باندې ګواه دى (۱۷)
تفسیر
بېشکه هغه کسان چې په الله تعالی یې اېمان راوړی د دې امت نه، او یهودیان او صابئېن (دا د ځېنو پېغمبرانو د تابعدارانو یو ډله ده)، او نصرانیان، او اور پرستان، او بوت پرستان، خامخا الله تعالی به فېصله وکړي د دوی ترمنځ د قیامت په ورځ نو ننباسي به مومنان جنت ته، او دا نور ټول به جهنم ته ننباسي، بېشکه الله تعالی ګواهي کوونکی (خبر دی) د خپلو بندګانو په ټولو ویناګانو او کړنو باندې، په هغه باندې د دوی څخه هیڅ شی هم پټ نشي پاتي کېدلی، او خامخا به ورله پرې بدلې ورکړي.