سوره الحج (حج) (آیت 18)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




22 الحج(الحج)، آیت ۱۸

أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يَسْجُدُ لَهُ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَمَنْ فِي الْأَرْضِ وَالشَّمْسُ وَالْقَمَرُ وَالنُّجُومُ وَالْجِبَالُ وَالشَّجَرُ وَالدَّوَابُّ وَكَثِيرٌ مِنَ النَّاسِ ۖ وَكَثِيرٌ حَقَّ عَلَيْهِ الْعَذَابُ ۗ وَمَنْ يُهِنِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ مُكْرِمٍ ۚ إِنَّ اللَّهَ يَفْعَلُ مَا يَشَاءُ ۩ 18 ١٨

ایا ته نه وینې چې بېشكه الله (چې دى) ده ته سجده كوي هر هغه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه چې په ځمكه كې دي او لمر او سپوږمۍ او ستوري او غرونه او ونې او څاروي او ډېر له خلقو ځینې او (په دوى كې) ډېر داسې دي چې په هغو باندې عذاب ثابت شوى دى او هغه څوك چې الله يې سپك كړي، نو ده ته هیڅوك عزت وركوونكى نشته، بېشكه الله كوي هغه څه چې اراده يې وكړي (۱۸)

تفسیر
آیا ته نه وېنې -ای پېغمبره- چې بېشکه الله تعالی چې دی سجده کوي هغه ته سجده د تابعدارۍ ټول هغه څوک چې په آسمانونو کې دي د ملاېکو نه، او هغه څوک چې په زمکه کې دي د انسي او جني مومنانو څخه، او لمر ورته هم سجده کوي، او سپوږمۍ ورته هم سجده کوي، او ستوري ورته په آسمانونو کې سجده کوي، او غرونه او ونې او زنده سر ورته په زمکه کې سجده کوي؛ سجده د غاړي کېښودلو، او سجده ورته کوي ډېر د خلکو نه سجده د بندګۍ او تابعدارۍ، او ډیر د خکلو نه ځان بندوي هغه ته د تابعدارۍ د سجدې نه، نو په دوی باندې لازم شوی عذاب د الله تعالی د دوی د کفر په وجه، او هر هغه څوک چې الله تعالی پرې د هغه کفر له وجې د ذلت او سپکوالي فېصله وکړي نو هیڅوک داسې نشته چې د هغه عزت وکړي، بېشکه الله تعالی کوي چې څه وغواړي، هیڅوک په هغه باندې زور اچوونکی نشته.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ