سوره الحج (حج) (آیت 28)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




22 الحج(الحج)، آیت ۲۸

لِيَشْهَدُوا مَنَافِعَ لَهُمْ وَيَذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ فِي أَيَّامٍ مَعْلُومَاتٍ عَلَىٰ مَا رَزَقَهُمْ مِنْ بَهِيمَةِ الْأَنْعَامِ ۖ فَكُلُوا مِنْهَا وَأَطْعِمُوا الْبَائِسَ الْفَقِيرَ 28 ٢٨

د دې لپاره چې دوى خپلو فايدو ته حاضر شي او په معلومو ورځو كې د الله نوم یاد كړي، په هغو بې ژبو څارویو باندې چې هغه (الله) دوى ته وركړي دي، نو تاسو له هغو نه خورئ او په بد حال فقیر يې خورئ (۲۸)

تفسیر
د دې لپاره چې دوی حاضر شي هغه څه ته چې دوی ته فاېدې ورکوي د بښنې د ګناهونو نه، او د حاصلولو د ثوابونو نه، او یووالي د ټولي د دوی نه او داسې نور، او چې یاد کړي نوم د الله تعالی په هغه څه چې دوی ئې ذبحه کوي د قربانیو نه په هغو ورځو معلومو کې چې هغه: لسم د ذې الحجې دی او درې ورځې د هغې نه وروسته؛ له وجې د شکر اېستلو نه په هغو نعمتونو چې دوی ته الله تعالی ورکړي د اوښانو او غواګانو او ګدو نه، نو تاسې خوراک وکړئ د دې قربانیانو نه، او خوراک ورکړئ د دې نه هغه چا ته چې هغه ډیر غريب وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ