سوره الحج (حج) (آیت 32)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
22
الحج(الحج)، آیت ۳۲
ذَٰلِكَ وَمَنْ يُعَظِّمْ شَعَائِرَ اللَّهِ فَإِنَّهَا مِنْ تَقْوَى الْقُلُوبِ
دغه (حكم بیان شو) او څوك چې د الله د نښو تعظیم وكړي، نو بېشكه دا د زړونو له تقوىٰ څخه دى (۳۲)
تفسیر
دا هغه شیان دي چې الله تعالی پرې امر کړی د خپل توحید او هغه ته د اخلاص کولو نه، او ځان ساتل د بوتانو د بندګۍ او د دروغو د وینا نه، او څوک چې تعظیم او احترام کوي د دین د نښو -او د هغه نه قرباني او د حج طرېقې هم دي- نو بېشکه د هغه تعظیم کول دې شیانو لره د هغه خپل رب ته د زړه د اخلاص څخه دي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: