سوره الحج (حج) (آیت 35)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




22 الحج(الحج)، آیت ۳۵

الَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَالصَّابِرِينَ عَلَىٰ مَا أَصَابَهُمْ وَالْمُقِيمِي الصَّلَاةِ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ 35 ٣٥

هغه كسان چې كله الله یاد كړى شي (نو) د دوى زړونه ووېرېږي او (زېرى وركړه) صبر كوونكو ته په هغو (سختیو) چې دوى ته رسېږي او لمونځ قايموونكو ته او هغو ته چې له هغه مال نه څه انفاق كوي چې مونږ دوى ته وركړى دى (۳۵)

تفسیر
هغه کسان چې کله الله ياد شي، له سزا يې ويريږي؛ نو د امر له سرغړونې يې ډډه کوي او که کوم کړاو ورته رسيږي صبر کوي، بشپړ لمنځونه کوي او کوم څه چې الله په روۍورکړي د نېکۍ په لارو کې يې لګوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ