سوره الحج (حج) (آیت 37)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
22
الحج(الحج)، آیت ۳۷
لَنْ يَنَالَ اللَّهَ لُحُومُهَا وَلَا دِمَاؤُهَا وَلَٰكِنْ يَنَالُهُ التَّقْوَىٰ مِنْكُمْ ۚ كَذَٰلِكَ سَخَّرَهَا لَكُمْ لِتُكَبِّرُوا اللَّهَ عَلَىٰ مَا هَدَاكُمْ ۗ وَبَشِّرِ الْمُحْسِنِينَ
الله ته له سره نه رسېږي د دغو غوښې او نه د دغو وینې او لېكن هغه ته ستاسو تقوىٰ رسېږي، همداسې يې دغه تاسو لپاره تابع كړي دي، د دې لپاره چې تاسو د الله لويي بیان كړئ په هغې (طریقې) سره چې هغه تاسو ته ښوونه كړې ده او نېكي كوونكو ته زېرى وركړه (۳۷)
تفسیر
هیچېري نه رسېږي الله تعالی ته غوښې د هغو قربانیانو چې تاسې یې قرباني کوئ او نه وینې د هغې، او نه دا هغه ته پورته کېږي، لیکن پورته کېږي هغه ته اخلاص او تقوی ستاسې په دې کې؛ داسې چې تاسې خالص کړئ خپل عملونه په وخت د قربانۍ کولو ستاسې کې هغه ته، همداسې الله تعالی دا تاسې ته تابع کړي د دې لپاره چې تاسې د الله تعالی لویي بیان کړئ او شکر وباسئ هغه ته په دې وجه چې تاسې ته یې د حق توفیق درکړی، او زیری ورکړه -ای پېغمبره- نېکي کوونکو ته د خپل رب په بندګۍ کې او د هغو په کردار او تعامل کې د الله تعالی د بندګانو سره، په هغه څه چې هغوی پرې خوشحالېږي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: