او په خلقو كې ځینې هغه دي چې د الله په باره كې بې له علمه جګړه كوي او د هر سركشه شیطان پیروي كوي (۳)
تفسیر
او ځېني د خلکو نه هغه دي چې جګړه کوي د الله تعالی په قدرت کې په راژوندي کولو د مړو پرته له کوم دلېل نه چې دوی سره وي، او تابعداري کوي په خپله عقېده او وینا کې د هر یو شیطان چې سرکش وي د خپل رب د حکم نه، او د هر یو ګمراه مشر.