سوره الحج (حج) (آیت 54)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




22 الحج(الحج)، آیت ۵۴

وَلِيَعْلَمَ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ أَنَّهُ الْحَقُّ مِنْ رَبِّكَ فَيُؤْمِنُوا بِهِ فَتُخْبِتَ لَهُ قُلُوبُهُمْ ۗ وَإِنَّ اللَّهَ لَهَادِ الَّذِينَ آمَنُوا إِلَىٰ صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ 54 ٥٤

او د دې لپاره چې هغه كسان پوه شي چې دوى ته علم وركړى شوى دى چې بېشكه دا (قرآن) حق دى ستا د رب له جانبه، پس چې دوى په ده ایمان راوړي، بیا د دوى زړونه ده ته نرم شي او بېشكه الله خامخا هغو كسانو ته چې ایمان يې راوړى دى؛ د نېغې لارې هدایت كوونكى دى (۵۴)

تفسیر
او لپاره د دې چې ښه یقین وکړي هغه کسان چې الله تعالی ورته علم ورکړی چې بېشکه په محمد صلی الله علیه وسلم باندې رانازل شوی قرآن کرېم همدا حق دی هغه چې الله تعالی پرې تا ته وحې کړې -ای پېغمبره- نو زیات به شي اېمان د دوی په دې باندې، او د دوی زړونه به دې ته نرم او ټیټ شي، او بېشکه الله تعالی خامخا هدایت کوونکی دی هغو کسانو ته چې په دې یې اېمان راوړی د حق نېغې لارې ته هغه چې هیڅ کوږوالی پکې نشته؛ دا بدله ده دوی لره په سبب د عاجزۍ کولو د دوی هغه ته.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ