او هغه كسان چې كافران شوي دي تل به د دغه (قرآن) په هكله به شك كې وي، تر دې چې په دوى قیامت ناڅاپه راشي، یا دوى ته د شنډې ورځې عذاب راشي (۵۵)
تفسیر
او هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی او د هغه رسول يې درواغجن ګڼلی تل په شک کې دي له هغه څه څخه چې الله پر تا قرآن نازل کړی دی، همداسې دوام ورکوونکي به وي، ترڅو ناببره قيامت نه وي راغلی او هغوی پر همدغه حالت وي او يا د هغې ورځې سزا ورته راشي چې هغوی لره پکې لورېينه او ښېګڼه نه وي او هغه د هغوی په نسبت د قيامت ورځ ده.