سوره الحج (حج) (آیت 56)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




22 الحج(الحج)، آیت ۵۶

الْمُلْكُ يَوْمَئِذٍ لِلَّهِ يَحْكُمُ بَيْنَهُمْ ۚ فَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فِي جَنَّاتِ النَّعِيمِ 56 ٥٦

باچاهي په دغې ورځ كې خاص د الله لپاره ده، هغه به د دوى په مینځ كې فیصله كوي۔ نو هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي د نعمتونو په جنتونو كې دي (۵۶)

تفسیر
بادشاهي او اختیار د قیامت په ورځ -هغه ورځ چې رابه شي دوی ته هغه عذاب چې د دوی سره یې وعده شوې وه- یوازې خاص الله تعالی لره ده، هیڅوک جګړه کوونکی نشته هغه لره په دې کې، هغه پاک ذات یوازې فیصلې کوي د مومنانو او کافرانو ترمنځ، نو فیصله به کوي هر یو لره د هغه څه چې دا یې مستحق وي، نو پس هغه کسان چې په الله تعالی یې اېمان راوړی او نېک عملونه یې کړي، دوی لره لوی ثواب دی چې هغه د همیشني جنت نعمتونه دي کوم چې نه پرې کېږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ