سوره الحج (حج) (آیت 65)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




22 الحج(الحج)، آیت ۶۵

أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ سَخَّرَ لَكُمْ مَا فِي الْأَرْضِ وَالْفُلْكَ تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِأَمْرِهِ وَيُمْسِكُ السَّمَاءَ أَنْ تَقَعَ عَلَى الْأَرْضِ إِلَّا بِإِذْنِهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ بِالنَّاسِ لَرَءُوفٌ رَحِيمٌ 65 ٦٥

ایا تا نه دي لیدلي چې بېشكه الله تاسو لپاره تابع كړي دي هر هغه چې په ځمكه كې دي او بېړۍ چې په بحر كې د هغه په امر ګرځي او هغه اسمان ساتي له دې نه چې په ځمكه باندې راولوېږي مګر (خو) د هغه په حكم سره۔، بېشكه الله په خلقو باندې خامخا ډېر نرمي كوونكى، مهربان دى (۶۵)

تفسیر
آیا ته نه ګورې -ای پېغمبره- چې بېشکه الله تعالی تابع کړي تا لره او خلکو لره هغه څه چې په زمکه کې دي د زنده سرو او جماداتو نه ستاسې د فاېدې او ضرورتونو لپاره، او تابع کړي یې دي تاسې لره کښتۍ چې ګرځي په دریاب کې د هغه په حکم او تابع کولو د یو ښار نه بل ښار ته، او کلک کړی یې دی اسمان هسې نه چې په زمکه باندې راپریوځي مګر د هغه په حکم سره، نو که هغه ورته اجازه وکړه چې راوغورځېږه نو راوبه غورځېږي، بېشکه الله تعالی په خلکو باندې شفقت کوونکی مهربان دی، داسې چې دوی لره یې دا ټول شیان تابع کړي سره د دې نه چې په دوی کې ظلم کول هم شته.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ