سوره الحج (حج) (آیت 7)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




22 الحج(الحج)، آیت ۷

وَأَنَّ السَّاعَةَ آتِيَةٌ لَا رَيْبَ فِيهَا وَأَنَّ اللَّهَ يَبْعَثُ مَنْ فِي الْقُبُورِ 7 ٧

او دا چې یقینًا قیامت راتلونكى دى، چې په (راتلو د) هغه كې هېڅ شك نشته او دا چې بېشكه الله به بیا ژوندي راپورته كوي هر هغه چې په قبرونو كې دي (۷)

تفسیر
او د دې لپاره چې تاسې ایمان او یقېن ولرئ چې بېشکه قیامت خامخا راتلونکی دی د هغه په راتګ کې هیڅ شک نشته، او بېشکه الله تعالی راژوندي کوي مړي د خپلو قبرونو نه د دې لپاره چې د هغوی په عملونو بدلې ورکړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ