سوره الحج (حج) (آیت 8)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




22 الحج(الحج)، آیت ۸

وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يُجَادِلُ فِي اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَلَا هُدًى وَلَا كِتَابٍ مُنِيرٍ 8 ٨

او په خلقو كې ځینې هغه دي چې د الله په باره كې بې له علمه او بې له هدایته او بې له روښانه كتابه جګړه كوي (۸)

تفسیر
او ځېني له کافرانو څخه هغه دي چې جکړه کوي د الله تعالی دتوحېد باره کې، پرته له څه داسې پوهې نه چې دوی پرې حق ته ورسېږي، او پغیر د تابعدارۍ د یو لارښود نه چې دوی ته دا توحېد وروښايي، او نه کتاب رڼا کوونکی چې دوی ته د الله تعالی له طرفه راغلی وي نو دوی هغه ته ورسوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ