سوره المؤمنون (مؤمنان) (آیت 101)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




23 المؤمنون(المؤمنون)، آیت ۱۰۱

فَإِذَا نُفِخَ فِي الصُّورِ فَلَا أَنْسَابَ بَيْنَهُمْ يَوْمَئِذٍ وَلَا يَتَسَاءَلُونَ 101 ١٠١

نوكله چې په شپېلۍ كې پوكى وكړى شي، نو نه به وي د دوى په مینځ كې هېڅ (فايده مند) نسبونه په دغې ورځ كې او نه به دوى له یو بل نه پوښتنه كوي (۱۰۱)

تفسیر
کله چې د پوکولو لپاره ګومارل شوې پرېښته په ښکر کې د دويم ځل لپاره د قيامت اعلانوونکی پوکی وکړي؛ نو د هغوی تر منځ به نه هغه نسبونه وي چې يو پر بل پرې وياړي ځکه د آخرت سختيو به بوخت کړي وي او نه به ځينې له ځينو څخه پوښتنې کوي پر هغه څه د بوختيا له امله چې غمجنوي يې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ