سوره المؤمنون (مؤمنان) (آیت 14)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




23 المؤمنون(المؤمنون)، آیت ۱۴

ثُمَّ خَلَقْنَا النُّطْفَةَ عَلَقَةً فَخَلَقْنَا الْعَلَقَةَ مُضْغَةً فَخَلَقْنَا الْمُضْغَةَ عِظَامًا فَكَسَوْنَا الْعِظَامَ لَحْمًا ثُمَّ أَنْشَأْنَاهُ خَلْقًا آخَرَ ۚ فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ 14 ١٤

بیا مونږ دغه نطفه د وینې ټوټه وګرځوله، ورپسې مونږ دغه د وینې ټوټه د غوښې وړه بوټۍ وګرځوله۔، ورپسې مونږ دغه بوټۍ هډوكي وګرځوله، بیا مو هډوكو ته غوښه واغوستله، بیا مونږ هغه په بل تخلیق كې پیدا كړ، نو الله ډېر بركت والا دى چې تر ټولو ښه پیدا كوونكى دى (۱۴)

تفسیر
بيا مو وروسته له دې په رحم کې ځای پرځای شوې نطفه د وينې سره ټوټه وګرځوله، بيا مو دغه د وينې سره ټوټه د ژوول شوې غوښې غوندې ټوټه وګرځوله، بيا مو دغې د غوښې ټوټې ته سخت هډوکي ور پيداکړل، چې دغو هډوکو ته مو غوښه ورواغوستله، بيا مو په هغه کې د روح په پو کولو او د ژوند حالت ته په را اېستلو بل مخلوق وګرځاوه؛ نو الله برکتناک دی او ترټولو غوره پيداکوونکی دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ