او (قسم دى) خامخا كه تاسو د خپل ځان په شان انسان اطاعت وكړئ، (نو) بېشكه چې تاسو به په دغه وخت كې یقینًا تاوانیان یئ (۳۴)
تفسیر
او که چېرته مو د ځان په څېر د یو انسان پیروي وکړه، هغه مهال به تاسو تاوانیان یاست، ځکه د هغوی پیروي به تاسو ته ګټه نه رسوي، ځکه چې تاسو به خپل معبودان پریښي وي او د هغه چا پيروي به مو کړي چې پر تاسو هیڅ کوم غوره والی نه لري.