سوره المؤمنون (مؤمنان) (آیت 51)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




23 المؤمنون(المؤمنون)، آیت ۵۱

يَا أَيُّهَا الرُّسُلُ كُلُوا مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَاعْمَلُوا صَالِحًا ۖ إِنِّي بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ 51 ٥١

اى رسولانو! تاسو له پاكیزه څیزونو ځنې خورئ او نېك عملونه كوئ، بېشكه زه په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ، ښه عالم یم (۵۱)

تفسیر
ای رسولانو! له هغه څه خورئ چې درته حلال کړل شوي دي چې خوراک يې خوندور دی او له شريعت سره سم ښه کارونه کوئ، بېشکه زه پر هغه څه ښه پوه يم چې کوئ يې، ستاسو له کړنو پر ما هيڅ هم پټ نه دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ