سوره المؤمنون (مؤمنان) (آیت 68)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




23 المؤمنون(المؤمنون)، آیت ۶۸

أَفَلَمْ يَدَّبَّرُوا الْقَوْلَ أَمْ جَاءَهُمْ مَا لَمْ يَأْتِ آبَاءَهُمُ الْأَوَّلِينَ 68 ٦٨

ایا نو دوى په دې وینا كې (چې قرآن دى) فكر نه كوي، یا دوى ته هغه څه راغلي دي چې د دوى پلرونو ته نه دي راغلي چې له دوى نه پخوا وو (۶۸)

تفسیر
آيا دغو مشرکانو فکر نه دی کړی چې الله کوم قرآن نازل کړی د دې لپاره چې هغوی ايمان پرې راوړي او پر هغه څه عمل وکړي چې پکې دي، او يا هغه څه ورته راغلي دي چې له هغوی مخکې پخوانيو ته يې نه وو راغلي؛ نو مخ يې ترې واړوه او درواغ يې وګاڼه. .

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ