سوره المؤمنون (مؤمنان) (آیت 70)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




23 المؤمنون(المؤمنون)، آیت ۷۰

أَمْ يَقُولُونَ بِهِ جِنَّةٌ ۚ بَلْ جَاءَهُمْ بِالْحَقِّ وَأَكْثَرُهُمْ لِلْحَقِّ كَارِهُونَ 70 ٧٠

ایا دوى وايي چې په ده لېونتوب دى، (داسې نه ده) بلكې هغه دوى ته حق (دین) راوړى دى او د دوى زیاتره حق لره بدګڼونكي دي (۷۰)

تفسیر
بلکې هغوی وايي: چې هغه لېونی دی، بېشکه درواغجن يې وګاڼه خو هغه له داسې حق سره د الله لخوا ورته راغلی دی چې شکه پکې نشته، د هغوی ډېری د حق ناخوښوونکي دي، د خپلو ځانونو لخوا د کينې او خپل باطل تعصب له امله يې بد ګڼونکي دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ