ایا ته له دوى نه مزدوري غواړې؟ نو د خپل رب مزدوري ډېره غوره ده او هغه ترټولو غوره رزق وركوونكى دى (۷۲)
تفسیر
ای رسوله! آيا تا له دغو خلکو د هغه څه کومه بدله غوښتې ده چې ورسره راغلی يې، چې هغوی يې د بلنې ردوونکي ګرځولي دي؟ دغه ستا لخوا نه دي شوي؛ نو ستا د پالونکي ثواب او بدله غوره ده د دغو خلکو او نورو له بدلې څخه او هغه پاک ذات تر ټولو غوره روزي ورکوونکی دی.