سوره المؤمنون (مؤمنان) (آیت 90)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




23 المؤمنون(المؤمنون)، آیت ۹۰

بَلْ أَتَيْنَاهُمْ بِالْحَقِّ وَإِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ 90 ٩٠

بلكې مونږ دوى ته حق راوړى دى او بېشكه دوى خامخا دروغجنان دي (۹۰)

تفسیر
امر داسې نه دی لکه هغوی يې چې دعوی کوي، بلکې موږ هغه حق ورته راوړی چې شک پکې نشته او هغوی هرومرو الله لره د شريک او زوی په دعوی کې درواغجن دي، الله ډېرلوړ دی د هغوی له وينا څخه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ