سوره المؤمنون (مؤمنان) (آیت 96)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




23 المؤمنون(المؤمنون)، آیت ۹۶

ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ السَّيِّئَةَ ۚ نَحْنُ أَعْلَمُ بِمَا يَصِفُونَ 96 ٩٦

(اى نبي!) ته بدي دفع (لرې) كوه په هغې طریقې سره چې تر ټولو ښه وي، مونږ ښه پوه یو په هغو خبرو چې دوى يې بیانوي (۹۶)

تفسیر
ای رسوله! څوک چې بدي درسره کوي هغه ته په غوره عادت ځواب ورکوه، دا چې ترې تېرېږه او په آزار يې زغم کوه، موږ پر هغه شرک او تکذيب ډېر ښه پوهېږو چې هغوی يې بيانوي او يا يې تاته بيانوي چې وړ دې نه دي لکه جادو او لېونتوب.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ