سوره النور (رڼا) (آیت 16)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




24 النور(النور)، آیت ۱۶

وَلَوْلَا إِذْ سَمِعْتُمُوهُ قُلْتُمْ مَا يَكُونُ لَنَا أَنْ نَتَكَلَّمَ بِهَٰذَا سُبْحَانَكَ هَٰذَا بُهْتَانٌ عَظِيمٌ 16 ١٦

او كله چې تاسو دا (بهتان) واورېده (، نو) ولې تاسو ونه ویلې: مونږ ته جايز نه دي چې په دې خبره باندې خوله وخوځوو، تا لره پاكي ده (اى ربه!) دا ډېر لوى بهتان دى (۱۶)

تفسیر
کله مو چې دغه لوی درواغ واورېدل ولې مو ونه ويل: موږ لره په کار نه ده چې د دغه ناوړه کار په اړه خبرې وکړو، پاکي ده تالره ای زموږ پالونکيه، دغه تور چې د مومنانو پرمور يې لګولی لوی درواغ دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ