سوره النور (رڼا) (آیت 19)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




24 النور(النور)، آیت ۱۹

إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَنْ تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ ۚ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ 19 ١٩

بېشكه هغه كسان چې خوښوي چې په مومنانو كې فاحشه (بدنامي) خوره شي، د دوى لپاره په دنیا او اخرت كې ډېر دردوونكى عذاب دى، او الله پوهېږي او تاسو نه پوهېږئ (۱۹)

تفسیر
بېشکه هغه کسان چې په مومنانو کې منکرات خپروي چې له هغو څخه د زنا تور لګول هم دي، هغوی لره په دنيا کې د تور لګولو په پلي کولو سره دردوونکې سزا ده او په آخرت کې د دوزخ عذاب دی، الله د هغوی پر درواغو او هغه څه پوهيږي چې خپل بندګان يې ورګرځي او د هغوی پر مصالحو پوهيږي او تاسو پر دغه نه پوهېږئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ