سوره النور (رڼا) (آیت 22)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




24 النور(النور)، آیت ۲۲

وَلَا يَأْتَلِ أُولُو الْفَضْلِ مِنْكُمْ وَالسَّعَةِ أَنْ يُؤْتُوا أُولِي الْقُرْبَىٰ وَالْمَسَاكِينَ وَالْمُهَاجِرِينَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ۖ وَلْيَعْفُوا وَلْيَصْفَحُوا ۗ أَلَا تُحِبُّونَ أَنْ يَغْفِرَ اللَّهُ لَكُمْ ۗ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ 22 ٢٢

او په تاسو كې دې د فضیلت او فراخۍ خاوندان له دې قسم نه خوري چې نه به وركوي (نفقه) خپلوانو او مسكینانو او د الله په لار كې هجرت كوونكو ته او دوى دې معافي وكړي او تېر دې شي، ایا تاسو دا نه خوښوئ چې الله تاسو ته بخښنه وكړي او الله ښه بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى (۲۲)

تفسیر
په دين کې د فضيلت او مال کې د پراخۍ څښتنان دې خپلو هغو اړمنو خپلوانو ته د ورکړې په پرېښودلو لوړه نه کوي چې هغوی يوه ګناه کړې ده، ځکه هغوی د الله په لار کې له بې وزلو مهاجرينو څخه دي، هغوی ته دې عفوه وکړي او ورته تېر دې شي، آيا تاسو نه خوښوئ چې الله مو ګناهونه وبښي کله چې تاسو هغوی ته بښنه وکړئ او ورته تېر شئ؟! الله له خپلو بنده ګانو د هغه چا بښونکی دی چې توبه وباسي او پر هغوی مهربانه دی؛ نو بنده ګان يې دې پرهمدې پيروي وکړي، دغه آيت د ابوبکر رضی الله عنه په اړه نازل شو، کله چې هغه پر مسطح د لګښت نه کولو لوړه وکړه، ځکه چې هغه په تورلګولو کې برخه اخېستې وه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ