سوره النور (رڼا) (آیت 26)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




24 النور(النور)، آیت ۲۶

الْخَبِيثَاتُ لِلْخَبِيثِينَ وَالْخَبِيثُونَ لِلْخَبِيثَاتِ ۖ وَالطَّيِّبَاتُ لِلطَّيِّبِينَ وَالطَّيِّبُونَ لِلطَّيِّبَاتِ ۚ أُولَٰئِكَ مُبَرَّءُونَ مِمَّا يَقُولُونَ ۖ لَهُمْ مَغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ 26 ٢٦

ناپاكې ښځې د ناپاكو سړیو لپاره دي او ناپاك سړي د ناپاكو ښځو لپاره دي او پاكې ښځې د پاكو سړیو لپاره دي او پاك سړي د پاكو ښځو لپاره دي، دغه (پاكان خلق) پاك او بري دي له هغو خبرو نه چې دوى (دروغجن) يې وايي او د دغو (پاكو خلقو) لپاره مغفرت او عزتناكه روزي ده (۲۶)

تفسیر
هر ناپاک له نارينه، ښځينه، کړنو او ويناوو څخه يوازې د هغه چا لپاره وړ او سم دي چې ناپاک وي، او پاک د هغه چا لپاره وړ او سم دي چې په خپله پاک وي، دغه پاک نارينه او پاکې ښځې په هغه څه کې بې ګناه دي چې ناپاک نارينه او ناپاکې ښځې يې د هغوی په اړه وايي، هغوی لره د الله لخوا بښنه ده چې ګناهونه به يې پرې بښي او هغوی لره ښه روزي ده چې هغه جنت دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ