اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى تاسو له خپلو كورونو نه غیر نورو كورونو ته مه داخلېږئ، تر دې چې تاسو اجازه وغواړئ او د هغو په اوسېدونكو سلام واچوئ۔، دا تاسو لپاره ډېر غوره دي، د دې لپاره چې تاسو نصیحت ومنئ (۲۷)
تفسیر
ای هغو کسانو چې پر الله مو ايمان راوړئ او د هغه پر شريعت موعمل کړی، له خپلو کورونو پرته نورو کورونو ته تر هغه مه ننوځئ، تر څو مو يې له اوسېدونکو څخه د ننوتلو اجازه نه وي اخېستې، او پر هغوی مو سلام نه وي اچولی، په سلام اچولو او اجازه غوښتلو کې داسې وايئ: السلام عليکم آيا داخل شم؟ دغه اجازه غوښتل چې تاسو ته پرې امر شوی دی، له سملاسي ننوتلو څخه غوره ده، کېدای شي له هغه څه پند واخلئ چې امر درته پرې شوی او پيروي يې وکړئ.