سوره النور (رڼا) (آیت 30)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




24 النور(النور)، آیت ۳۰

قُلْ لِلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ۚ ذَٰلِكَ أَزْكَىٰ لَهُمْ ۗ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا يَصْنَعُونَ 30 ٣٠

ته مومنانو ته ووایه چې خپلې سترګې دې (له نامحرمو نه) ټيټې ساتي او د خپلو فرجونو (شرم ځایونو) ساتنه دې كوي، دا د دوى لپاره ډېر پاكیزه دي، بېشكه الله ښه خبردار دى په هغو كارونو چې دوى يې كوي (۳۰)

تفسیر
اې رسوله! مؤمنانو ته ووايه! خپلې سترګې هغو ښخو او عورتونو ته له ګتلو بندې کړي چې ورته روا نه دي، خپل شرم ځایونه په ناروا کې له اخته کېدو او لوڅولو وساتي، کوم څه چې الله ناروا کړي دغو ته له کتلو بندول او د شرم ځايونو ساتل د هغوی لپاره د الله په وړاندې ډېره پاکي ده، پرته له شکه؛ الله هغه څه ښه خبر دی چې هغوی يې کوي، له هغه هيڅ هم نه ترې نه پټيږي او جزا به پرې ورکوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ