سوره النور (رڼا) (آیت 32)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




24 النور(النور)، آیت ۳۲

وَأَنْكِحُوا الْأَيَامَىٰ مِنْكُمْ وَالصَّالِحِينَ مِنْ عِبَادِكُمْ وَإِمَائِكُمْ ۚ إِنْ يَكُونُوا فُقَرَاءَ يُغْنِهِمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ ۗ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ 32 ٣٢

او په تاسو كې د بې واده خلقو (ښځې وي او كه سړي) نكاح كوئ، او په خپلو مریانو او وینځو كې د نېكانو صالحو (هم نكاح كوئ) كه چېرې (دغه ذكر شوي خلق) فقیران وي (نو) الله به دوى له خپله فضله غنیان كړي او الله د فراخۍ والا، ښه عالم دى (۳۲)

تفسیر
ای مومنانو د هغو نارينه وو ودونه ور وکړئ چې مېرمنې نه لري او د هغو آزادو مېرمنو ودونه وروکړئ چې مېړونه نه لري، ستاسو د مومنو مرېيانو او مينځو ودونه ور وکړئ، که چېرې هغوی بې وزله وي الله به يې په خپله پراخه پېرزوينه شتمن کړي، الله د روزۍ پراخوونکی دی، د هيچا شتمن کول د هغه روزي نه کموي، د خپلو بندګانو پر حالاتو ښه پوه دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ