او یقینًا یقینًا مونږ تاسو ته څرګندوونكي ایتونه نازل كړي دي او حال د هغو كسانو چې له تاسو نه مخكې تېر شوي دي او نصیحت لپاره د متقیانو (۳۴)
تفسیر
او اې خلکو تاسو ته مو څرګند آيتونه لېږلي چې حق له باطله بېلوي او له هغو کسانو مو بېلګه درته لېږلې ده چې له تاسو مخکې کوم مؤمنان او کافران تېر شوي دي او پر تاسو مو نصيحت نازل کړی دی چې هغه کسان پند ترې اخلي، کوم چې له پالونکي يې وېريږي د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو سره.