سوره النور (رڼا) (آیت 35)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




24 النور(النور)، آیت ۳۵

اللَّهُ نُورُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ مَثَلُ نُورِهِ كَمِشْكَاةٍ فِيهَا مِصْبَاحٌ ۖ الْمِصْبَاحُ فِي زُجَاجَةٍ ۖ الزُّجَاجَةُ كَأَنَّهَا كَوْكَبٌ دُرِّيٌّ يُوقَدُ مِنْ شَجَرَةٍ مُبَارَكَةٍ زَيْتُونَةٍ لَا شَرْقِيَّةٍ وَلَا غَرْبِيَّةٍ يَكَادُ زَيْتُهَا يُضِيءُ وَلَوْ لَمْ تَمْسَسْهُ نَارٌ ۚ نُورٌ عَلَىٰ نُورٍ ۗ يَهْدِي اللَّهُ لِنُورِهِ مَنْ يَشَاءُ ۚ وَيَضْرِبُ اللَّهُ الْأَمْثَالَ لِلنَّاسِ ۗ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ 35 ٣٥

الله د اسمانونو او ځمكې نور دى، د هغه د نور صفت داسې دى لكه یوه طاقچه ده چې په هغې كې بله ډیوه ده، بله ډیوه په شیشې (قندیل) كې ده، دغه قندیل (داسې دى) ګویاكې هغه روڼ ځلېدونكى ستورى دى، د زیتون له مباركې ونې نه بلولى شي چې (دغه ونه) نه مشرق طرف ته وي او نه مغرب طرف ته، نژدې ده چې د هغې تېل (پخپله) رڼا وكړي اګر چې دغو ته اور هم نه وي رسېدلى، رڼا له پاسه رڼا، الله د خپل نور په طرف هغه چا ته لار ښیي چې يې وغواړي او الله د خلقو لپاره مثالونه بیانوي، او الله په هر شي باندې ښه پوه دى (۳۵)

تفسیر
الله د آسمانونو او ځمکې روښانوونکی او هغه چا ته لارښوونکی دی چې پکې دي، د هغه پاک ذات د نور بېلګه د مومن په زړه کې داسې ده لکه پرته له سوري په يو دېوال کې تاخچه، په هغې کې يوه ډېوه وي، ډېوه په يوه داسې ځلېدونکې شيشه کې، لکه د ملغلرې غوندې ځلېدونکی ستوری، د مبارکې ونې تېل پکې سوځول کيږي، چې هغه د زيتون ونه ده، داسې ونه چې له لمر څخه يې هيڅ شی هم نشي پټولی، نه په سهار کې او نه په ماښام کې، نېږدې ده چې تېل يې له پاکوالي څخه رڼا ورکړي، که څه اور نه وي ورته رسېدلی؛ نو هغه وخت به څنګه وي چې کله اور ورته ورسيږي؟! د ډېوې رڼا د شيشې پر رڼا سربېره ده، همدارنګه وي د مومن زړه، کله چې په هغه کې د هدايت ډېوه بله شي، الله له خپلو بندګانو چې چاته د قرآن له پيروانو توفيق ورکوي، الله په ورته شيانو بېلګې بيانوي او الله پر هرڅه پوه دی له هغه هيڅ هم پټ نه دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ