سوره النور (رڼا) (آیت 48)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




24 النور(النور)، آیت ۴۸

وَإِذَا دُعُوا إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ إِذَا فَرِيقٌ مِنْهُمْ مُعْرِضُونَ 48 ٤٨

او كله چې دوى الله او د هغه رسول ته راوبلل شي، د دې لپاره چې هغه د دوى په مینځ كې فیصله وكړي، ناڅاپه، په دوى كې یوه ډله مخ ګرځوونكې وي (۴۸)

تفسیر
کله چې دغه منافقان الله او د رسول لوري ته ور وبلل شي، ترڅو يې رسول ترمنځ د هغه څه په اړه پرېکړه وکړي چې هغوی پکې شخړې کوي؛ نو سملاسي د خپل نفاق له امله د هغه له پرېکړې مخ اړوونکي وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ