سوره النور (رڼا) (آیت 54)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




24 النور(النور)، آیت ۵۴

قُلْ أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ ۖ فَإِنْ تَوَلَّوْا فَإِنَّمَا عَلَيْهِ مَا حُمِّلَ وَعَلَيْكُمْ مَا حُمِّلْتُمْ ۖ وَإِنْ تُطِيعُوهُ تَهْتَدُوا ۚ وَمَا عَلَى الرَّسُولِ إِلَّا الْبَلَاغُ الْمُبِينُ 54 ٥٤

ته دوى ته ووایه: تاسو د الله اطاعت وكړئ او د رسول اطاعت وكړئ، نو كه دوى مخ واړوي، نو بېشكه همدا خبره ده چې په دغه (رسول) باندې هغه (د تبلیغ) بار دى چې پرې ایښودل شوى دى او پر تاسو باندې هغه بار دى چې په تاسو ایښودل شوى دى او كه تاسو د هغه (رسول) اطاعت وكړئ (نو) نېغه لار به ومومئ، او د رسول په ذمه نشته مګر ښكاره پېغام رسول (۵۴)

تفسیر
دغو منافقانو ته ووايه ای رسوله!: په ښکاره او پټه کې د الله او د رسول پيروي وکړئ، که چېرې د هغوی له پيروۍ مخ واړوئ چې امر درته پرې شوی؛ نو هغه يوازې پر رسونه مکلف دی، او تاسو پر پيروۍ او پر هغه عمل کولو مکلف ياست چې هغه ورسره راغلی دی، که چېرې د هغه څه په ترسره کولو پيروي وکړئ چې د کولو امر يې درته کړی، او له هغه څه ځانونه وساتئ چې ترې منع شوي ياست، حق ته به لار ومومئ، پر رسول يوازې څرګنده رسونه ده، هغه تاسو په زور پر سمه لار نشي راوستلی او نه مو پرې مجبورولای شي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ