سوره النور (رڼا) (آیت 55)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




24 النور(النور)، آیت ۵۵

وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَىٰ لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِنْ بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا ۚ يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا ۚ وَمَنْ كَفَرَ بَعْدَ ذَٰلِكَ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ 55 ٥٥

الله وعده كړې د هغو كسانو سره چې ایمان يې راوړى دى، چې تاسو یئ او نېك عملونه يې كړي دي، چې خامخا هرومرو به دوى ته په ځمكه كې خلافت وركوي لكه چې هغو كسانو ته يې خلافت وركړى و چې له دوى نه مخكې وو او خامخا ضرور به دوى ته د دوى هغه دین ثابت (او قوي) وګرځوي چې هغه (الله) د دوى لپاره غوره كړى دى او خامخا ضرور به دوى ته د دوى له وېرې نه پس امن په بدل كې وركړي، چې دوى به زما عبادت كوي او زما سره به هېڅ شى نه شریكوي، او هر څوك چې د دغو (انعامونو) نه بعد كافر شو، نو همدغه كسان فاسقان دي (۵۵)

تفسیر
له تاسو څخه چې چا پر الله ايمان راوړی او ښې کړنې يې ترسره کړې دي الله له هغوی سره ژمنه کړې چې د دښمنانو پر خلاف به يې مرسته کوي او په ځمکه کې به يې خليفه ګان ګرځوي لکه څنګه يې چې له هغوی مخکې مؤمنان پکې خليفه ګان ګرځولي وو، او دا ژمنه يې ورسره کړې ده چې کوم دين يې د هغوی لپاه خوښ کړی هغه دين د اسلام دی هغه به برقراره او قوي وي، او دا ژمنه يې ورسره کړې ده چې وېره به يې په ډاډ وربدلوي، هغوی يوازې ما لمانځي، له ما سره هيڅ نه شريکوي، چا چې له دغو نعمتونو وروسته کفر وکړ همدوی د الله له پيروۍ وتلي دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ