سوره النور (رڼا) (آیت 61)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




24 النور(النور)، آیت ۶۱

لَيْسَ عَلَى الْأَعْمَىٰ حَرَجٌ وَلَا عَلَى الْأَعْرَجِ حَرَجٌ وَلَا عَلَى الْمَرِيضِ حَرَجٌ وَلَا عَلَىٰ أَنْفُسِكُمْ أَنْ تَأْكُلُوا مِنْ بُيُوتِكُمْ أَوْ بُيُوتِ آبَائِكُمْ أَوْ بُيُوتِ أُمَّهَاتِكُمْ أَوْ بُيُوتِ إِخْوَانِكُمْ أَوْ بُيُوتِ أَخَوَاتِكُمْ أَوْ بُيُوتِ أَعْمَامِكُمْ أَوْ بُيُوتِ عَمَّاتِكُمْ أَوْ بُيُوتِ أَخْوَالِكُمْ أَوْ بُيُوتِ خَالَاتِكُمْ أَوْ مَا مَلَكْتُمْ مَفَاتِحَهُ أَوْ صَدِيقِكُمْ ۚ لَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَنْ تَأْكُلُوا جَمِيعًا أَوْ أَشْتَاتًا ۚ فَإِذَا دَخَلْتُمْ بُيُوتًا فَسَلِّمُوا عَلَىٰ أَنْفُسِكُمْ تَحِيَّةً مِنْ عِنْدِ اللَّهِ مُبَارَكَةً طَيِّبَةً ۚ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الْآيَاتِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ 61 ٦١

په ړانده باندې حرج نشته او نه په ګوډ حرج (مشقت) شته او نه په ناروغه حرج شته او نه ستاسو په خپلو ځانونو باندې (حرج شته) چې تاسو له خپلو كورونو نه خوراك وكړئ، یا د خپلو پلرونو له كورونو نه، یا د خپلو میندو له كورونو نه، یا د خپلو وروڼو له كورونو نه، یا د خپلو خویندو له كورونو نه، یا د خپلو ترونو له كورونو نه، یا د خپلو پلرنۍ تروریانو له كورونو نه یا د خپلو ماماګانو له كورونو نه، یا د خپلو مورنۍ تروریانو له كورونو نه، یا له هغو (كورونو) نه چې تاسو د هغو د چابیو اختیارمن شئ، یا د خپلو دوستانو (له كورونو) نه۔، په تاسو هېڅ ګناه نشته چې تاسو یو ځاى خوراك وكړئ، یا بېل بېل، نو كله چې تاسو كورونو ته ننوځئ، نو په خپلو ځانونو سلام اچوئ، (دا) د الله له جانبه مباركه پاكیزه تحفه ده، همداسې الله تاسو ته ایتونه بیانوي، د دې لپاره چې تاسو له عقل نه كار واخلئ (۶۱)

تفسیر
نه پر هغه ړانده چې سترګې يې له لاسه ورکړې کومه ګناه شته، نه پر ګوډ ګناه شته، نه پر ناروغ ګناه شته که د الله په لار کې جهاد غوندې ځينې مکلفيتونه پرېږدي چې توان يې نه لري، نه ای مؤمنانو پر تاسو کومه ګناه شته چې له خپلو کورونو خوراک وکړئ چې له هغو څخه مو د پلرونو کورونه هم دي، نه پر تاسو په دې کې ګناه شته چې د پلرونو له کورونو خوراک وکړئ، يا مو د ميندو له کورونو، يا مو د وروڼو له کورنو، یا مو د خويندو له کورنو، يا مو د ترونو له کورنو، يا مو د عمه ګانو له کورنو، يا مو د خاله ګانو له کورونو، يا له هغو کورنو څخه چې ساتنه يې تاسوته در سپارل شوې ده، لکه د باغ ساتونکی، او نه پر تاسو ګناه شته چې له خپل عادت سره سم په خوښه د ملګري له کورونو خوراک وکړئ، نه پر تاسو ګناه شته چې ګډ خوراک سره وکړئ يا بېل بېل، کله چې دغو ياد شويو کورونو يا نورو ته ننوځئ؛ نو څوک چې پکې دي پر هغوی داسې سلام واچوئ چې السلام عليکم. خو که څوک پکې نه وو بيا پر خپلو ځانونو سلام واچوئ او داسې ووايئ: السلام علينا و علی عباده الصالحين، دغه د الله لخوا يوه مبارکه ډالۍ ده چې تاسو ته يې حکم کړی دی، تر څو مو تر منځ مينه او محبت پيداشي، يوه ښه کلمه ده چې د اورېدونکي زړه پرې خوشحاليږي، په دغه ډول تېر شوي ښکاره بيان سره په مخکېني سورت کې الله نښانې بيانوي په دې هيله که تاسو له عقله کار واخلئ او عمل پرې وکړئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ