سوره الفرقان (بیلونکی) (آیت 15)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




25 الفرقان(الفرقان)، آیت ۱۵

قُلْ أَذَٰلِكَ خَيْرٌ أَمْ جَنَّةُ الْخُلْدِ الَّتِي وُعِدَ الْمُتَّقُونَ ۚ كَانَتْ لَهُمْ جَزَاءً وَمَصِيرًا 15 ١٥

ته (دوى ته) ووایه: دغه (خیر) غوره دى، یا كه هغه د همېشه والي جنت چې متقیانو (پرهېزګارو) ته يې وعده وركړى شوې ده؟ دغه به د دوى لپاره بدله او د ورتلو ځاى وي (۱۵)

تفسیر
ورته ووايه ای رسوله! آيا دغه ياده شوې سزا چې تاسوته بيان کړل شوه ښه ده که هغه تلپاتې جنت چې نعمتونه به يې تل وي هيڅکله به نه ختميږي؟ هغه نعمتونه چې الله يې له خپلو ځان ساتونکو بندګانو ژمنه کړې چې د هغوی لپاره به بدله او د ورتلو ځای وي چې د قيامت په ورځ به ورځي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ