سوره الفرقان (بیلونکی) (آیت 19)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




25 الفرقان(الفرقان)، آیت ۱۹

فَقَدْ كَذَّبُوكُمْ بِمَا تَقُولُونَ فَمَا تَسْتَطِيعُونَ صَرْفًا وَلَا نَصْرًا ۚ وَمَنْ يَظْلِمْ مِنْكُمْ نُذِقْهُ عَذَابًا كَبِيرًا 19 ١٩

نو یقینًا (اى مشركانو!) دوى تاسو دروغجن كړئ په هغې خبره كې چې تاسو ویله، نو تاسو نه د (عذاب د) ګرځولو طاقت لرئ او نه د مدد كولو، او په تاسو كې هر هغه څوك چې ظلم وكړي! مونږ به هغه ته ډېر لوى عذاب وڅكوو (۱۹)

تفسیر
ای مشرکانو له الله پرته مو چې د کومو معبودانو عبادت کاوه هغوی هم تاسو درواغجن وبللئ په هغه دعوی کې چې د هغوی پر خلاف مو کوله؛ نو نه له خپلو ځانونو د سزا مخه نيولی شئ او نه يې د بې وسۍ له امله مرسته کولی شئ، او ای مؤمنانو له تاسو چې پر الله د شرک له امله څوک ظلم وکړي هغه ته لويه سزا وروڅکو لکه هغه چاته مو چې ورڅکلې ده چې يادونه يې وشوه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ