(یاده كړه) هغه ورځ چې دوى به ملايك ویني، په دغې ورځ كې به د مجرمانو لپاره هېڅ زېرى (خوشالي) نه وي او وايي به (ملايك چې جنت) بند دى، ممنوع دى (۲۲)
تفسیر
کومه ورځ چې کافران د خپل مرګ پر مهال، په برزخ کې، د بيا راژوندي کېدو پرمهال، چې حساب ته بېول کيږي او کله چې اور ته ننه اېستل کيږي پرښتې وويني: په دغو حالتونو کې به هغوی لره هيڅ ښه زيری نه وي، په خلاف د مؤمنانو، او پرښتې به ورته ووايي: پر تاسو د الله له لوري زيری ناروا او حرام کړل شوی دی