سوره الفرقان (بیلونکی) (آیت 27)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
25
الفرقان(الفرقان)، آیت ۲۷
وَيَوْمَ يَعَضُّ الظَّالِمُ عَلَىٰ يَدَيْهِ يَقُولُ يَا لَيْتَنِي اتَّخَذْتُ مَعَ الرَّسُولِ سَبِيلًا
او (یاده كړه) هغه ورځ چې ظالم به په خپلو دواړو لاسونو خوله لګوي، په داسې حال كې چې وايي به: اى كاشكې! ما له رسول سره (نېغه) لار نیولې وى (۲۷)
تفسیر
ای رسوله! په ياد کړه په کومه ورځ چې ظالم د رسول صلی الله عليه وسلم د پيروۍ د پرېښودو له امله د سختې پښېمانۍ له کبله خپل لاسونه چيچي وايي به: کاشکي مې په هغه څه کې د رسول پيروي کړې وای چې هغه د خپل پالونکي لخوا راوړي دي، او له هغه سره مې د بريا لار نېولې وای.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: