سوره الفرقان (بیلونکی) (آیت 34)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




25 الفرقان(الفرقان)، آیت ۳۴

الَّذِينَ يُحْشَرُونَ عَلَىٰ وُجُوهِهِمْ إِلَىٰ جَهَنَّمَ أُولَٰئِكَ شَرٌّ مَكَانًا وَأَضَلُّ سَبِيلًا 34 ٣٤

هغه كسان چې جهنم ته به په خپلو مخونو جمع كولى شي، دغه كسان د ځاى په لحاظ تر ټولو بد او د لارې په لحاظ تر ټولو ګمراه دي (۳۴)

تفسیر
هغه کسان چې د قيامت په ورځ به پړ مخې دوزخ ته ورټېل وهل کيږي، د دغو کسانو لپاره ډېر بد ځای دی، ځکه ځای يې دوزخ دی او له حق څخه ډېره لرې لار ده، ځکه د هغوی لار کفر او لارورکي ده.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ