سوره الفرقان (بیلونکی) (آیت 44)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




25 الفرقان(الفرقان)، آیت ۴۴

أَمْ تَحْسَبُ أَنَّ أَكْثَرَهُمْ يَسْمَعُونَ أَوْ يَعْقِلُونَ ۚ إِنْ هُمْ إِلَّا كَالْأَنْعَامِ ۖ بَلْ هُمْ أَضَلُّ سَبِيلًا 44 ٤٤

ایا ته ګمان كوې چې په رښتیا د دوى زیاتره اوري، یا له عقل نه كار اخلي، دوى نه دي مګر په شان د څارویو بلكې دوى د لارې په لحاظ زیات ګمراه دي (۴۴)

تفسیر
بلکې ته ګومان کوې ای رسوله! چې ډېری هغه خلک چې ته يې د الله يووالي او پيروۍ ته رابولې هغوی د قبلولو اورېدل کوي يا هغوی پرحجتونو او دلايلو پوهيږي؟! نه دي هغوی په اورېدو، له عقل څخه کار اخېستو او پوهه کې مګر د څارويو غوندې، بلکې له څارويو هم ډېر لارورکي دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ