او دى همغه ذات دى چې له اوبو نه يې انسان پیدا كړى دى، بیا يې هغه (د) نسب او سخرګنۍ (والا) وګرځاوه او ستا رب ښه قادر دى (۵۴)
تفسیر
او همغه ذات دی چې د نارينه او ښځينه له مني يې انسان پيدا کړ، او د انسان له پيدايښت څخه يې د خپلوۍ او خسرګنۍ اړيکه پيداکړه، ای رسوله! پالونکی دې ډېر قادر دی هيڅ شی يې نه شي بې وسه کولای، د هغه د قدرت له نښانو د انسان پيداکول دي د نارينه او ښځينه له مني څخه.