سوره الفرقان (بیلونکی) (آیت 56)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




25 الفرقان(الفرقان)، آیت ۵۶

وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا مُبَشِّرًا وَنَذِيرًا 56 ٥٦

او ته مونږ نه يې لېږلى مګر زېرى وركوونكى او وېروونكى (۵۶)

تفسیر
ای رسوله! ته مو يوازې د هغه چا لپاره زيری ورکوونکی لېږلی يې چې په ايمان راوړلو او نېک عمل کولو سره د الله پيروي کوي او د هغه چا لپاره وېروونکی چې په کفر او سرکښۍ سرغړونه کوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ