سوره الفرقان (بیلونکی) (آیت 72)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




25 الفرقان(الفرقان)، آیت ۷۲

وَالَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ وَإِذَا مَرُّوا بِاللَّغْوِ مَرُّوا كِرَامًا 72 ٧٢

او هغه كسان دي چې باطلو ته نه حاضرېږي او كله چې په بېكاره كار تېرېږي (نو) عزت داره تېرېږي (۷۲)

تفسیر
او هغه کسان چې باطل کار ته نه حاضرېږي، لکه د ګناهونو ځايونو او ناروا لوبو ته، کله چې له پامه په غورځول شويو بې ګټې ويناوو او کړنو تېريږي؛ نو د يو تېرېدونکي غوندې تېريږي، د خپلو ځانونو درناوی کوونکي وي، په هغو کې په اخته کېدو د ځانونو په ساتلو سره.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ