دوى وویل: قسم دى كه ته منع نه شوې اى لوطه! (نو) خامخا هرومرو به ته له اېستل شویو ځنې شې (۱۶۷)
تفسیر
قوم يې ورته وويل: ای لوطه! که چېرې له دغه کاره زموږ له منع کولو او پر موږ د بد ويلو څخه لاس په سر نه شې، هرومرو به ته او څوک چې درسره دي زموږ له کلي څخه د اېستل شويو څخه شې.